انجنير سيد عبالقادر
ليبيادپاڅون رهبري څنګه پردو په لاس کي ونيول !  ليبيادپاڅون رهبري څنګه پردو په لاس کي ونيول !

                                                                                                                                                  ۱۴ ــ ۶ ـــ ۲۰۱۱

 

۱ــ  دشمالي افريقا او منځني ختيځ ولسي پاڅونونو ته يوه لنډه کتنه :

۲ــ د ليبيا پرمستقل هيواد باندي دامريکا او ناټو پوځي يرغل او دليبيا دهيواد  اوسني سياسي ، جنګي کړکيچن حالت  او نړيوال غبرګونونه  :

۳ ــ دمنځني ختيځ او شمالي افريقا  دپاڅونونواحتمالي پايلي :    

  لومړي برخه :

۱  ــ دشمالي افريقا او منځني ختيځ ولسي پاڅونونو ته يوه لنډه کتنه :  بايد ووايو چی د منځني ختيځ  په هيوادونو کښي يو په بل پسي ولسي پاڅونو نه داسي ساده انګيزه  نه لري ، لکه  ځيني غربي او يو شمير دمنځني ختيځ په حاکميتونو پوري تړلي تبصره کو ونکي او ليکونکي چی وايي او ليکي چی ،  دا پاڅون کوونکي دخپلو واکمنانو څخه په تنګ راغلي دي ، او دا واکمنان  بايد دخپلو ولسونو له پاره   يو شمير ډموکراټيک  اصلاحات را منځ ته کړي   ۰ په واقعيت کي دا تبصره کوونکي  غواړي   چی دولسونو دتير وتلو له پاره  په ډير لږ اصلاحاتو راوستلو سره  ددې حاکميتونو بقآ  نوره هم ور اوږده او واکمنان يي خپلو غير مشروع حاکميتونو ته ادامه ورکړي  ۰ په داسي  حال کي چی ددې پاڅونو اصلي انګيزه نه يوازي دډموکراټيکو اصلاحاتو نشتوالي دي ، بلکه ډير مهم  په اقتصادي اړخ کي  داضافي ارزش هغه لويه برخه ده ،  چی یوازي  دسرمايدارو جيب ته لويږي ، او کارګر دخپل سخت او  ستړي کار په پايله کي دونه کمه اوجوره ( مزد ) ترلاسه کوي ، چی په هغه پيسو کولايسي یوازي دخپلي  غريبي شپي او ورځي په تيري  کړي او بس۰ ځکه نو په اوس مهال کي بيا په نړي کي  نيژدي ددوو لسيزو چپتيا څخه دادی دلومړي ځل له پاره ددې بي عدالتيو په وړاندي ولسي  پاڅونو نو لومړي  خپل سرونه دشمالي افريقا او ورپسي د  منځني ختيځ دځينوهيوادونولکه ( تونيس ، مصر ، يمن ، بحرين ، ليبيا ، مراکيش ، سوريه ، اردون ، کويټ ، سعودي عربستان ،عراق ۰۰۰۰)  څخه راپورته کړل ۰ نوپه جرئت سره ويلايسو چی  دا پاڅونونه په واقعيت کي  دسرمايدار او کارګر تر منځ داضافي ارزش  دويش  دنه انډول ښکاره او ريښتني  منعکس کونکي دي ۰ چی دهم دغه ناسالم او غير مشروع  ويش په پايله کي يي دنړي څو ميليارده ولسونه دسختو اقتصادي او اجتماعي  ستونځو سره مخامخ کړي دي ۰  چی واکمنان او نړيوال استعماري ملګري  يي دډموکراسي تر نامه لاندي ولسونه په غير موجه دلايلو باندي ځپي ، دخپلي خوښي سره سم ، قوانين جوړوي ، اوملي شتمني يي په غير مشروع ډول په خپلو لاسونو کي نيسي ،  اودبرچي په زور بيا  خپل نامشروع حاکميت پر ولسونوباندي تحميلوي ۰  چی دهم دغوبشري او اقتصادي  جنايتکارو سرمايدارانو په جيبونو کي دډيري سرمايي تراکم ددې سبب سوي دي  ، چی نن يي نړيواله صلح دسترو ګواښونو سره مخامخ کړي ده ۰ چی په ځانګړي توګه ويلايسو چی دپخواني شوروي اتحاد تر نړيدو وروسته کوم وخت چی امريکا خپل ځان دنړي سالار وباله ۰  اودخپلو  ناپاکو مخو له پاره دخپلي خوښي او ګټي سره سم  يو په بل پسي مستقل هيوادونه راچپه ميلينونه انسانان يي شهيدان اوپاته ولسونه يي په سختو اقتصادي ستونځو اخته کړل ، چی نيژدي په تيره  لسيزه کي دا ټول جنايات  افغان او عراقي يرغمل سوي ولس نيژدي په خپلو سترګو وليدل ۰ دذکرسوي موضوع په اړوند لازمه بولم چی  د مريل لينچ په نامه يوي تحقيقاتي مو سسي څرګندوني چی په تير کال کي يي نشر ته سپارلي دي يو کوچني برخه يي ولوستونکو ته را نقل کړم : چی دنړي دثروت مندانوشمير په ۲۰۰۶ کال کي يو ميليون تنه وو ،دلومړي ځل له پاره  په دې وروستيو کي شمير ولسو ميليونو تنو ته رسيدلي دي ۰ چی د تاريخ په اوږدو کي بي ساري وو ۰ چی ددې لس ميليونو اټکل سوي ثروت ( ۴۱ ) زره ميليارده ډالروته رسيږي ۰ خو دلوږي څخه هره ورځ يولک انسانان خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي ، اود وږوانسانو شميره (۳۰۰) ميليونه نور هم ډيره سوي ده ۰ ديادولو وړ خبره ده چی  ددو و لسيزو راهيسي ډيرو دا فکر کاوه چی دا جګړه نوره دابد له پاره دمنځه تللي او يوازني کاميابه نظام هم دا دپانګه والي ( سرمايداري ) نظام دي ۰ چی دهم دې ستراتيژی لاندي بايد  دنړي نور هيوادونه هم په اصطلاح پر مختګ وکړي ۰دا هم بايد ووايوچی ددې ولسي  پاڅونونو شروع نه يوازي خپل حاکميتونه غافل ګيره کړل ،  بلکه  دامريکا تر رهبري لاندي امپرياليستي نړيي هم په ډيره  حيرانتيا او ګنګس توب کي واچوله ۰ دا ځکه چی امريکا  دافريقايي او  عربي نړي په ځينو ستراتيژيکي او نفت خيزو هيوادونو کښي دډيره وخته په ځانګړي توګه ددوهمي نړيوالي جګړي وروسته خپلي امنيتي او استخباراراتي  پوستي ځاي پر ځاي کړي وي ، چی ددوي داستعماري ګټو په وړاندي هر ولسي پاڅون او تهديد دهغه محل دحاکميتونو سره په ګډه خنثا اووځپي ۰ولي په اوس مهال کي امبريالستي نړي د دې هيوادونو کي دولسونود عملي سوي کار ( ولسي پاڅونونو ) سره مخامخ سوي  ده ۰ ځکه  نو امريکا او دغربي نړي استخباراتي شبکي دمنځني ختيځ ديو شمير هيوادونو دحاکميوتونو دساتلواو ادامي په مخه ددې پاڅونونو دمخ نيوي اوځپلو له پاره دمختليفو ماکياوليستي شيوو څخه استفاده کړي  اوکوي يي  ، چی داپاڅونونه دناکامي سره يي مخامخ  کړي ۰او يا لږ تر لږه دخپل هغه اصلي مسير څخه يي منحرف کړي ، کوم چی ددوي استعماري  ګټي له منځه وړي او يا  دګواښونو سره مخامخ کوي ۰  ځکه نودامريکا  غربي نړي  واکمنانو کوښښ کړي او کوي يي چی دچل او چم څخه ډکو تاکتيکونو باندي ددې پاڅونو په رهبريو کي نفوذ وکړي اوپه ظاهرأ  دخلګو دډموکراټيکو غوښتنو په پلوي باندي خپل خانونه ور نيژدي کړي او وروسته نو بيا په غير مستقيم ډول پاڅونو باندي حمله وکړي ۰ او هم دارنګه کوښښ کوي  که  په دې پاڅونو نو کي يو متحد يا پلوي  هيواد دلاسه ورکوي ، بل نوي هيواد دځان خپل يا لږ تر لږه پلوي يي کړي ۰چی ددې پاڅونونو په لړي کي نيژدي مثالونه دليبيا پر هيواد باندي دامريکااو ناټو پوځي يرغل او هم د سوريي هيواد  ته دليري څخه دغاښو چيچل دي ، چی څنګه او څه وخت ژر پوځي يرغل پر وکړي ، او د دواړو هيوادونو هرڅه په خپلو لاسونو کي ونيسي ۰  او دبله طرفه بيا امپريا ليستي نړي ددې څخه هم  بيره لري ، چی ددې پاڅونو لړي دسيمي نورو هيوادونو او په ځانګړي توګه  اروپا او امريکا ته ونه غځيږي ۰ او اوس  داسي ښکاري چی داپاڅونو نه مخ په وړاندي ځي او هيڅ نوع سرحد  په رسميت باندي هم نه پيژني ۰ چی ځيني نښي نښاني يي په يونان ، پرتګال او هسپاني کي په سترګو کيږي ، چی دڅو  اونيو راهيسي په دې هيوادونو کي  ولسونه دخپلو اقتصادي سختو ستونځو له کبله په مختليفو وختونو کي دباندي راوزي  او مظاهري کوي ۰ تمت با الخير                                                                                                                                                                                      نور بيا


June 15th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی